فارياب کې له ۳۰۰ زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي
د ORD موسسې له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۴۶ بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ، چې دجګړو له امله د بېلابېلو ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د لړم په ۱۸مه هرې کورنۍ ته بسترې او د پخلنځي سامان الات ووېشل شول.