کندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې دکندهار ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹۵ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي، روغتيايي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د ارغنداب ولسوالۍ څخه بېځايه شوې وې د لړم په ۱۵مه د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلو اوړه، ۱۸ کيلو غوړي، ۲۵ کيلو دالنخود، ۲ کيلو بيسکويټ، دماشومانو لپاره ۳ کيلو د خوراک ځواکۍ مواد، د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې، د SIC موسسې له لورې دپخلنځي سامان الات، دماشومانو بسترې، يو ترپال او د DACAR موسسې له لوري هم يوه يوه روغتيايي کڅوړه مرسته ووېشل شوه.