سرپل کې ۱۱۶ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غيرخوراکي موادو مرستې شوي

anwari_morr
______________

د DACAR موسسې له لورې د سرپل ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۱۶ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله دبېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د تلې په ۱۴مه هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلو اوړه، ۱۸ کيلو غوړي، دماشومانو لپاره ۱۵ کيلو دخوراځواکۍ اوړه،۲ کيلو مالګه او روغتيايي کڅوړې ووېشل شوې.