هلمند کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او دغير خوراکي موادو مرستې شوي

anwari_morr
______________

د خوراک نړيوال سازمان WFP ، دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (unhcr) او IRC موسسې له لورې د هلمند ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۷۴ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي، خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د لړم په ۸ مه هرې کورنۍ ته ۹۰۰۰ افغانۍ نغدې، دپخلنځي سامان الات، درې کمپلې، دوه ترپالونه، ۲۰۰ کيلو اوړه، ۴ بوشکې غوړي، دوه کيلو مالګه، ۲۲ پاکته بيسکويټ او يوه يوه روغتيايي کڅوړه مرسته ووېشل شوه.