کندز کې له زرو زياتو بېځايه شوو کورنيودمرستو دوېش لړۍ پيل شوه
د خورک نړيوال سازمان WFP له لورې دکندز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۱۵ بېځايه شوو کورنيو ته دخوراکي موادو دوېش لړۍ پيل شوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له مله د يو شمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د لړم په ۸ مه ورته د خوراکي موادو د وېش لړۍ پيل شوه،چې هرې کورنۍ ته به يوه بوجۍ اوړه، ۴ بوشکې غوړي او ۲ کيلو بيسکويټ ووېشل شي.
د ويلوده چې يادو کورنيوسره مخکې هم دغير خوراکي او روغتيايي کڅوړو مرستې وېشل شوي دي.