جوزجان کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

anwari_morr
_________________

د ماشوم ساتنې نړيوالې موسسې او خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د جوزجان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۰۳ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د فارياب او سرپل ولايتونو دولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د تلې په ۳۰مه  دخوراکي نړيول سازمان له لورې هرې کورنۍ ته څلور بوجۍ اوړه، څلور قوطۍ غوړي، ۲۵ کيلو دالنخود، بيسکويټ او دماشوم ساتنې نړيوالې موسسې له لورې هرې کورنۍ ته دوه ترپالونه، دماشومانو بسترې او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.