لغمان کې د ګازي نغريو فابريکه پرانسيتل شوه

sadam_morr

د لغمان ولايت دکډوالوچارو رياست د تلې په ۲۴مه په دغه ولايت کې د ګازو دنغريو يوې فابريکې چې  د کډوالۍ نړيوال سازمان له لورې د ۱۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت  جوړه شوې د پرانيستلو خبرو ورکړ.

د پرانيستې په دغو مراسموکې دکډوالوچارو رئيس، کار او ټولنيزو چارو رئيس، مرستندويه ادارو استازو او دسيمواوسېدونکو شتون درلود.

دلغمان ولايت دکډوالو چارو د رئيس په خبره ددغې فابريکې په جوړه ولو سره په دغه ولايت کې ۱۰۰ تنو راستنېدونکو ته دکار زمينه برابره شوه.