هلمندکې له سلو زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

د ملګرو متلونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د بلخ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۵۶ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې شوي.
يادې کورنۍ،چې د جګړو له امله د بېلابېلوسيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د تلې په ۲۵مه هرې کورنۍ ته ۱۱۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.
همدارنګه تر اوسه ۵ زره او ۶۰۰ کورنۍ دجګړو له امله بېځايه شوي،چې ۳۸۴ کورنۍ د يو سروې له مخې مستحقې پېژندل شوي دي.