غورکې له سلو زياتو بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرستې شوي
د UNICEF موسسې له لورې د غور ولايت د کډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۱۰ بېځايه شوو کورنيوسره د غير خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د دولت يار، پسابند، شهرک ولسواليو او دعرب فيروز کوسيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د تلې په ۲۳مه هرې کورنۍ ته درې کمپلې، دوه ترپالونه، بستري او د پخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.