هلمند کې له پنځه زرو زياتې کورنۍ بېځايه شوي

anwari_morr
,

 

د هلمند ولايت دکډوالوچارو رياست دجګړو له امله د ۵۱۰۰ کورنيو د بېځايه کېدو خبر ورکوي چې ډېرې  د ستونزو سره مخ دي.

سرچينه د دوشنې په ورځ د تلې په ۲۱مه کډوالو چارو رياست ته خبر ورکوي، چې دغه کورنۍ د باباجي، دلښکرګاه د بولان، دناد علي دچانجيرسيمې او ناوې ولسواليوڅخه مرکز ته رابېځايه شوي.

د سرچينې په خبره تر اوسه پورې د مرستندويه ادارو په همکارۍ د سروې دوه ټيمونو  ته دنده ورکړل شوې چې مستحقين په نښه کړي ترڅو په نږدې راتلونکې کې ورسره بشري مرستې ترسره شي.