کندهار کې ۴۰ راستنېدونکو ماشومانو سره نغدي مرستې شوي
د يونسف موسسې له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۰ راستنېدونکو ماشونو سره نغدي مرستې شوي.
دغه مرستې دماشومانو د غير قانوني کډوالۍ دمخنيوي په موخه شوي چې د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د UNICEF موسسې له لورې ترسره شوې.
يادو راستنېدونکو ته د تلې په ۱۰مه ۱۰۰۰ افغانۍ د زده کړو د دوام لپاره د ذکرشوې موسسې او کډوالو چارو رياست استازو په شتون کې ورکړل شوې.