بادغيس کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې شوي

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR او IRC موسسې له لورې ۵۹ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې شوي.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د تلې په ۱۴مه د IRC موسسې له لورې ۳۴ کورنيو هرې کورنۍ ته ۲۴۰۰۰ افغانۍ، ۱۲ کورنيو هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ او د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې دوو کورنيو ته ۸۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.
د ويلو ده چې يادو کورنيوسره مخکې هم د خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې ترسره شوي دي.