سرپل کې ۲۸ کورنيوسره نغدي مرستې شوي
د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لورې د سرپل ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ د تلې په ۹مه ۲۸ ډيپورت شوو کورنيوسره نغدي مرستې شوي.
د سرچينې په خبره دغه کورنۍ مخکې د ايران څخه ډيپورت شوې وې او ۱۱ کورنيو هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰ افغانۍ او ۱۷ کورنيو هرې کورنۍ ته ۷۲۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.
همدارنګه د کډوالوچارو ادارې د همغږۍ په ناسته کې همکارو ټولنو سره د جاروب سای سيمې بېځايه شوو په اړه،چې په وروستيوکې د جګړو له امله بېځايه شوې وې خبرې وشوې او پرېکړه وشوه يو ټېم به د سروې لپاره سيمې ته وليږي.