نميروز کې د روغتيايي کڅوړو دوېش لړۍ پيل شوه
د RI موسسې له لورې د نميروز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹۰۰ بېځايه شوو کورنيوته د روغتيايي کڅوړو دوېش لړۍ پيل شوه.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه ورکړل شوه.
د ويلوده چې دمرستو دوېش دغه لړۍ به د تلې د ۶ مې نېټې څخه تر ۸ مې نېټې پورې دوام وکړي.