کونړ کې لسګونه کورنۍ دغير خوراکي موادو څخه برخمنې شوې

anwari_morr
کنر

د SCI موسسې له لورې د کونړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۹ بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرستې شوي.

يادې کورنۍ چې د جګړو او طبيعي پېښو له امله ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د تلې په ۶ مه هرې کورنۍ ته کمپلې، ترپالونه، بسترې او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.