غورکې ۳۷ بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي
دطبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې او UNICEF موسسې له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۷ داخلي بېځايه شوو کورنيو سره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د خپلو اصلي سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د تلې په ۵ مه د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې له لورې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلو اوړه، ۲ کيلو بيسکوېټ ۱۵ کيلو معذي مواد دشېدو لرونکو ميندو لپاره او د UNICEF له لورې هرې کورنۍ ته ۳کمپلې، بستره او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.