فارياب کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي

د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې او سرې مياشتې ادارې له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۱۱ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د قيصار ولسوالۍ څخه امن سيموته رابېځايه شوې وې د وږي په ۲۷مه هرې کورنۍ ته يوه بوجۍ اوړه، دوه قوطۍ غوړي، روغيتايي کڅوړې، څلور کمپلې، ترپالونه او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرستې ووېشل شوې.
د ويلوده چې يادې کورنيو سره مخکې هم غيرخوراکي او نغدي مرستې شوې وې.