لغمان کې سلوګونو کورنيوته دلمريزې برېښنا وسايل ووېشل شو
د ملګرو متلونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۱۰ بېځايه شوو کورنيو ته د لمريزې برېښنا وسايل ووېشل شول.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه عزيزخان کڅ ته رابېځايه شوې وې د وږي په ۱۷مه هرې کورنۍ ته دوه سولر تختې، دوه بطرۍ، دبطرۍ وسايل او برقي لين مرسته ووېشل شوه.