قندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې

anwari_morr

د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د قندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۳ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چېد جګړو له امله د ارزګان او هملند ولايت څخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د وږي په ۸ مه د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۱۴ کيلو غوړي، ۱۴ کيلو دالنخود، يوه کيلو مالګه او د DACAR او UNICEF موسسې له لورې هرې کورنۍ ته دماشومانو بستره او روغتيايي کڅوړو مرسته ووېشل شوه.

#میهن_من_عزت_من

#زما_هیواد_زما_ویاړ