ميدان وردګو کې ۵۰۰۰ سېلاب ځپلوکورنيوسره دمرستو دوېش لړۍ پيل شوه
د ميدان وردګو ولايت دکډوالوچارو رياست د وږي په ۸ مه ۵۰۰۰ سیېلاب ځپلو کورنيود مرستو دوېش د طبيعي پېو پروړاندې دمبارزې وزير په شتون کې پيل کړه.
په هغه سفر کې چې د پېښو پروړاندې دمبارې وزير دغه ولايت ته لره په دغه ولايت کې ۵۰۰۰ سېلاب ځپلو کورنيو ته د خوراکي او غير خوراکي موادو دوېش لړۍ او همدارنګه د ولسمشر او مرستيالان غمشريکي دوی ته وړاندې کړه ويې ويل که چې دشهېد هرې کورنۍ ته ۵۰۰۰۰ افغانۍ او دزخمي هرې کورنۍ ته ۲۵۰۰۰ افغانۍ په نظر کې نيول شوي دي.
همدارنګه په ولسي جرګه کې د خلکو استازو هم ژمنه وکړه چې د سېلابونو له امله زيانمنو شوو کورنیوسره به همکاري کوي.
د ميدان وردګو ولايت والي د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې وزارت،دخلکو استازو او شتمنو دهمکاريو نه مننه وکړه او دمرستو د دوام غوښتنه يې وکړه.