تخارکې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

anwari_morr

د NSDO او خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د تخار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۲ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي،خوراکي  او دغير خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د زمري په ۲۷مه هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۱۴ کيلو دالنخود، ۱۴ کيلو غوړي، يوه کيلومالګه او دبستره ووېشل شوه.