فراه کې لسګونه کورنيوسره مرستې شوي

anwari_morr
 
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې فراه ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۷۳ بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي او روغتيايي کڅوړو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې جګړو له امله د بېلابېلو ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د زمري په ۱۵مه هرې کورنۍ ته ۳ کمپلې، دوه ترپالونه، يوه ګاز ډبه، د اوبو بوشکه، سطل، د پخلنځي مکمل سامان الات او يوه يوه روغتيايي کڅوړه مرسته ووېشل شوه.
#زما هیواد ، زما ویاړ