غورکې ۶۲ داخلي بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

anwari_morr


د خوراک نړيوال سازمان (WFP  ) له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۶۲ داخلي بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د زمري په ۱۶مه هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۱۵ کيلو مقوي اوړه بارداره او شيدو لرونکو ميدو ته، ۲.۱ کيلو بيسکويټ او دوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه

.