ميدان وردګو کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې د ميدان وردګو ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ دوه اړمنو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې دجګړو له امله د خپلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دچنګاښ په ۳۱مه هرې کورنۍ ته ۲۴۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.
په ورته وخت کې د DRC موسسې له لورې ۶۹ بېځايه شوو کورنيوسره ۲۲۰۰۰ افغانۍ نغدې او يوه يوه روغتيايي کڅوړه مرسته ووېشل شوه.