لغمان کې ۲۶۳ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
د CWSA موسسې له لورې د لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۶۳ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.
د لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست دمعلومات پر اساس په دغو کورنيو کې نوې راستنې شوې، داخلي بېځايه شوې او هغه کورنۍ شاملې دي، چې دکرونا ويرو له امله يې کارونه خراب او له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
د يادو کورنيو سره له ډلې هرې کورنۍ ته دلغمان ولايت دمرستيال والي شهزاده مظلوم يار، کډالو چارو رئيس شاکر الله شاکر او CWSA موسسې استازو په شتون کې ۶۹۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.