فارياب کې ۵۰۰ کورنيوته د کرونا ويروس ضد روغتيايي کڅوړې ورکړل شوې

د ACTED موسسې له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۰۰ کورنيو ته د کرونا ضد روغتيايي کڅوړې ورکړل شوې.
په دغو مرستو کې د کرونا ضد يوه يوه روغتيايي کڅوړه وه، چې د ACTED له لورې د کډوالو چارو وزارت د استازو او د فارياب ولايت د سرپرست مرستيال په شتون کې ووېشل شوې.