بادغيس کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

anwari_morr
بادغيس کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

 

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د بادغيس ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۷۷ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرسته وشوه.

دغه کورنۍ چې دنا امنيو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۲۵مه هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۱۴ کيلو دالنخود او يوه کيلومالګه مرسته ووېشل شوه.