غورکې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې

د يونيسف او طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو آمريت له لورې ۸۰ داخلي بېځايه شوو کورنيوسره دغيرخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله پسابند او چهارسدې ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۲۲مه ديونيسف ادارې له لورې هرې کورنۍ ته درې کمپلې، دوه ترپالونه، بستره او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.