فراه کې بېځايه شووکورنيوسره مرسته وشوه

anwari_morr
12

د DACAAR موسسې له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۶۱ بېځايه شوو کورنيوسره د روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې دجګړو له امله د پشترود ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۱۹مه هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه ورکړل شوه.