بادغيس کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې له لورې د بادغيس ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۸۸ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د نا امنيو له امله بالامرغاب ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۱۸مه هرې کورنۍ ته ۲۵ کيلو اوريجې، شپږ کيلو لوبيا، څلور کيلو بوره، پنځه لېتره غوړي او يوه کيلو چای مرسته ووېشل شوه.