سرپل کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د سرپل ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۷۴ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۱۶مه هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلو اوړه، ۱۸ کيلو غوړي، ۲کيلو مالګه، ۱۵کيلوسوپر سيريال اوړه، ۳ کيلو دماشومانو د خوراک ځواکۍ مواد او ۲۰۱ کيلو بيسکوېټ مرسته ووېشل شوه