هلمند کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمان WFP او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې دهملند ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۱ بېځايه شوو کورنيوسر دخوراکي او غير خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د چنګاښ په ۱۲مه د WFP له لورې هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۱۴ کيلو غوړي، ۱۴ کيلو دالنخود،يوه کيلو مالګه او د UNHCR له لورې هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه مرسته ووېشل شوه.