بلخ کې سلګونه بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

anwari_morr
بلخ کې سلګونه بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

 

د ازبکستان هېواد او ORD موسسې له لورې د بلخ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۳۱ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي او غير خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۱۱مه د ازبکستان هېواد له لورې ۲۰۸ کورنيو هرې کورنۍ ته يوه بوجۍ ۵۰ کيلو يي اوړه، ۱۴ کيلو وريجې، ۵ لېتره غوړي، ۵ صابونه، ۵ کيلو بوره، د ماشومانو دوه جوړې،  او د ORD موسسې له لورې ۱۲۳ کورنيوهرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه ورکړل شوه.