بادغيس کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

anwari_morr
بادغيس کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د بادغيس ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۱۱ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې  د جګړو له امله د بالامرغاب ولسوالۍ د اکازي سيمې څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۱۰مه هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۱۴ کيلو غوړي، ۱۴ کيلو دالنخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.