جوزجان کې بېځايه شوو کورنيو ته د مرستو دوېش لړۍ پيل شوه
د خوراک نړيوال سازمان ( WFP ) ، اکتېد او ډاکار موسسوله لورې د جوزجان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹۱۸ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د اقچې او خواجه دوکوه ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۷مه داکتېد او ډاکار موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۹۰۰۰ افغانۍ نغدې او د خوراک نړيوال سازمان ( WFP ) له لورې ۳۷۷ کورنيوهرې کورنۍ ته دوه بوجۍ اوړه، ۱۰ لېتره غوړي، ۱۲،۵ ګرامه دال او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.