بغلان کې د بېړنيو حالاتو کمېټې ناسته وکړه
د بغلان ولايت دکډوالو چارو رياست د چنګاښ په ۳مه د بېړنيو حالاتو کمېټې ناسته په دغه ولايت کې وکړه.
په دغه ناسته کې د خوراک نړيوال سازمان ((WFP، دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR)، اکتېدموسسې، AKAH ، WAW او DACAAR موسسې استازو شتون درلود، چې پکې بېځايه شوو ته دځواب ويلو په اړه خبرې وشوې.