کونړ کې بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرسته وشوه

anwari_morr
کونړ کې بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرسته وشوه

د NCRO موسسې له لورې د کونړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹۲ بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د سرکاڼو، څوکۍ، پېچ درې او وټه پور ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د کب په ۴مه هرې کورني ته يوه يوه خېمه، دوه ترپالونه،يوه درۍ، ژمنۍکڅوړې، او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.

د ويلو ده،چې يادو کورنيوسره مخکې هم نغدي او خوراکي موادو مرستې شوې وې.