فراه کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۵۲ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي،عيرخوراکي او روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بالابلوک او پشت رود ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۲۱مه هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلو اوړه، ۱۴ کيلو غوړي، يوه کيلو مالګه، دماشومانو لپاره خوراکي مواد،روغتيايي کڅوړې، ژمنۍ بستره او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.
د ويلو ده،چې يادې کورنۍ، څه موده وړاندې د نغدي مرسته څخه هم برخمنې شوې وې.