کندهارکې ۴۰۰ اړمنو، راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۰۰ اړمنو،راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د خپلو اصلي سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۱۷مه هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کيلو اوړه، ۱۴ کيلو دالخود، ۱۳ کيلو غوړي، يوه کيلو مالګه او دماشومانو لپاره دخوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.