د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو ستونزې د کابل والي سره شريکې شوې

د کابل ولايت دکډوالو چارو رياست د سلواغې په ۱۶مه د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو ستونزې د کابل والي محمد يعقوب حيدري سره شريکې کړې.
په ناسته کې د بېړنيو حالاتو آمر محمد حفيط نديم او بيايوځای کېدو آمريت مسلکي غړي انجينر عبدالغفور فيضي هم شتون درلود.
دکابل ولايت دکډوالو چارو رئيس دغير رسمي اوسېدونکو د ستونزو په هکله خبرې وکړې ويې ويل،دغه کورنيوسره به د کډوالو وزارت په وړانديز او د ولسمشرۍ ماڼۍ دمنظورۍ په اساس ژمنۍ مرستې ترسره شي.
دکابل ولايت والي اړمنو ته دمرستو په وېش ټينګار وکړ او د داخلي بېځايه شوو دستونزو دحل غوښتنه وکړه.