په لغمان کې د سبزيجاتو د بسته بندۍ مرکز د بنسټ ډبره کېښود شوه

sadam_morr
سنگ تهداب مرکز بسته بندی سبزیجات درلغمان گذاشته شد

د لغمان ولايت دکډوالوچارو رياست د سلواغې په ۱۴مه دلغمان ولايت دوالي دمرستيال په شتون کې د سبزيجاتو د بسته بندۍ مرکز د بنسټ ډبره کېښوده.

دغه مرکز د کډوالۍ نړيوال سازمان IOMله لورې د ۵۱ زره امريکايي ډالرو په ارزښت په دمهترلام بابا په ساحه کې جوړيږي. په ختيځ کې  IOM  ادارې دمسؤلينو په خبره دا مرکز په ولايت کې د راستنېدونکو کورنيو له سبزيجاتو او محصولاتو څخه ډک دی. دنوموړي په وينا ياد مرکز په څلورو بيسوې ځکه کې په ۶مياشتوکې جوړ شوی چې د زياتو راستنېدونکو بزګرانو ستونزې يې حل کړي.

د لغمان ولايت کډوالو چارو د رئيس په خبره دغه پروژه د کډوالو چارو  وزارت او د ذکر شوې موسسې د دفتر  په هلوځلو او همغږۍ رامنځ ته شوې چې ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

دوالي مرستيال د ادارې دمرستو څخه مننه  او په دغه ولايت کې بېځايه شوو او راستنېونکو ته د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.