تخارکې د بيا يوځای کېدو ناسته وشوه

sadam_morr

د تخار ولايت دکډوالو چارو رياست د مرغومي په ۴مه د بيا يوځای کېدو ناسته د راستنېدونکو د وضعيت څېړلو په موخه د تخار ولايت دوالي په مشرۍ د يوشمېر دولتي ادارو  او مرستندويه موسسو استازو په ګډون  وکړه.

په دغه ناسته کې د راستنېدونکو  ۹۷۰ دوسيه چې په تېرو دوو مياشتو کې په ډيټابيس کې ثبت شوې وې، ناستې ته وړاندې شوې او اړونده ادارو او موسسو هغوی ته دلاس رسي ژمنه وکړه.

۱۲ د مريضانو دوسيې د عامې روغتيا رياست ته ،د بې سرپنا خلکو  ۱۰۰ دوسيې د اکتېد دفتر ته وړاندې شوې او همدارنګه د خوراک نړيوال سازمان  WFP او د اغاجان دفتر د اوسېدو، کور جوړه ولو او خوراکي موادو په برخه کې دهمکاريو ژمنه وکړه.