کندهار کې د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د لاسي صنايعو نندارتون پرانيتسل شو
د کډوالو او راستنېدونکو چارو زارت د ټاکل شوي پلاوي له لوري د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د لاسي صنايعو درې ورځنی نندار تون پرانيستل شو.
دغه نندارتون د لاسي صنايعو توليد د سطحې لوړوالي او دښځو د اقتصادي پياوړتيا په موخه د کندهار ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال اغالالي دتسګيري، کډوالو چارو رئيس، دولتي ادارو رئيسانو او دملي او نړيوالو مرستندويه ادارو استازو په شتون کې د ليندۍ په ۱۷مه پرانيستل شو،چې ددرې ورځو لپاره به دوام وکړي.