د مستحقو د انتخاب دهمغږۍ لومړۍ ناسته په کابل کې جوړه شوه
دکابل ولايت دکډوالو چارو رياست د مستحقو د انتخاب دهمغړۍ لومړۍ ناسته د کابل ولايت دوالي محمد يعقوب حيدري په مشرۍ د ليندۍ په ۵مه د ولايت په مقام کې ترسره شوه.
په لومړي سر کې د کابل ولايت دکډوالو چارو رئيس احمد جواد شهزاد د ( مستحقو دانتخاب) برنامې دپيل لپاره دچمتوالي يادونه وکړه اوپه ښارګوټو کې کډوالو ستونزو دحل غوښتنه يې وکړه، وروسته دکابل ولايت والي د ښارګوټو دمعياري جوړولو او په لازمو اسانتياو يې ټينګار وکړاو غوښتنه يې وکړه، چې ټول ملي او نړيوال بنسټونه، چې دراستنېدونکو او بېځايه شوو په برخه کې فعاليتونه کوي دې برخې ته زياته پاملرنه وکړي او سکتوري رياستونو ته يې وظيفه ورکړه،چې د استاد خليل الله خليل په ښارګوټي کې دې شته ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، ترڅو دټولو ادارو يو ګډ ټيم د استاد خليل الله خليل د ښارګوټي څخه ليدنه وکړي او راپور يې د مستحقو دانتخاب کمېسېون ته په لاس کې ورکړي.