کنړکې د اوبو رسونې شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

sadam_morr

د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لورې د کنړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ راستنېدونکو ته د اوبو رسونې شکبه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

يادې پروژې ۴۴۲ متره اوږدوالی لري، مالي لګښت يې   ۴۴زره دوه سوه او څلور ډالره دی،چې درې مياشتې وړاندې د رضا احمدي شرکت له لورې يې کارونه پيل شوي و چې د لړم په ۲۸مه د ياد ولايت دکډ‌والو چارو رياست او د سيمي خلکو په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.