ننګرهارکې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr

د PUMI  او IRC موسسو له لورې د ننګرهار ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۴۰۵ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې جګړو له امله د کنړ ولايت څخه ددې ولايت بهسودو او خيوې ولسواليوته راکډه شوې وې د لړم په ۳۰مه د PUMI موسسې له لورې ۲۴ کورنيوهرې کورنۍ ته ۱۸ زره افغانۍ اود IRC موسسې له لورې ۳۸۱ کورنيو هرې کورنۍ ته ۱۵ زره  او پنځه سوه افغانۍ نغدې ورکړل شوې.