کډوالو چارو وزارت مالي او اداري مرسيتال لغمان ولات ته سفر وکړ

sadam_morr
شنبه ۱۳۹۸/۹/۲ - ۱۱:۳۴
7

د کډوالو او راستنېدونکو چارو زارت مالي او اداري مرستيالې احمد ولي حکمي لغمان ولايت ته د داخلي بېخايه شوو او راستنېدونکو وضعيت څېړولو په موخه ته سفر وکړ. په ياد سفر کې د ښاغلي حکمي سره د بشري سرچينو رئيس عبدالخق موسوي او تخنيکي سلاکار شجاع الدين رفيع هم شتون درلود چې دلغمان ولايت والي محمد اصف ننګ سره يې د داخلي بېځايه شوو او ارستنېدونکو کډوالو پر وضعيت خبرې وکړې.

ښاغلي ننګ مالي او اداري مرستيال ته د ښه راغلاست ترڅنګ د داخلي بېځايه شوو په اړه معلومات ورکړل ويې ويل، چې د ژمي په رارسېدو سره يادې کورنۍ بېړنيو مرستو ته اړتيا لري. ښاغلي حکمي وويل، د کډوالو چارو وزارت په پام کې لري چې 500 داخلي بېځايه شوو او ارستنېدونکو کورنیو سره ژمنۍ مرستې وکړي او لغمان ولايت به هم په پلان کې شامل کړي ترڅو د مرستو څخه برخمن شي.

د ويلو ده چې تردې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال احمد ولي حکمي د کنړ ولايت د داخلي بېځايه شوو وضعيت څېړلواو لغمان ولايت د کډوالو و راستنېدونکو چارو رياست د تعمير د جوړولو په موخه رسمي سفر کړی و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د کابل مهاجرینو ریاست د نویو بې ځایه شویو ستونزو ته د رسیدنې په اړه د همغږۍ غونډه وکړه

کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس محترم مولوي دین محمد حقبین د کب میاشتې په ۲۵مه نېټه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له استازو سره غونډه  وکړه.
 په دې غونډه کې د پاکستان له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۳۰
Background image

په ننګرهار کې تر سلو زیاتو تازه بېځایه شویو کورنیو سره مرستې وشوې

 ننګرهار ته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشري تللي پلاوي د روانې جګړې له امله د بېځایه شویو ۱۴۰ کورنیو ارزونه کړې او پر هغوی یې د دغه وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې له لسګونه بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت د هڅو پر دوام، د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د خوراکي توکو د مرستو وسش په لړۍ کې دا ځل ګڼ شمېر راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.
د مرستو دغه. . .

بېرته خبرونه ته