افغان سفير د پناه غوښتونکو مرستيالې  سره ليدنه وکړه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۴:۵۰
21

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې په يونان کې افغان سفير ميرويس صمدي سره په هغه هېواد کې دافغان کډوالو پروضعيت خبرې وکړې.

هغې د افغان سفير څخه غوښتنه وکړه،چې په موريا کمپ کې دې د ماشومانو وضعيت ته پاملرنه وکړي او دکډوالو چارو وزارت همکاري دې وساتي.

اتن کې مېشت افغان سفير د کډوالو وضعيت په اړه معلومات ورکړل ويې ويل، چې په يونان کې افغان کډوال په دريو برخو وېشل شوي: هغه کډوالو چې د پناه غوښتنې دوسيه يې منل شوي. هغه خلک چې دوسيه يې دوام لري او هغه افغان کډوالو چې د يونان هېواد دنوي قانون په اساس يې د پناه غوښتنې  يې د اوسېدو کمه موده ترلاسه کړې.

ښاغلي صمدي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې او په ځانګړي توګه د وزارت د ليږل شوي استازي دهڅو ستاينه وکړه ويې ويل، چې د کډوالو چارو وزارت استازي په شخصي توګه په موريا کمپ کې افغان کډوالو ته د خدمتونو وړاندې کړي او څارلي  او دا د هغه او کډوالو چارو وزارت د رښتني او ښه احساس ښودنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

مولوي عبدالکبیر: د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه دفاع کوو

نن د کوچني اختر لمونځ په سپیدار ماڼۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر مولوي عبدالکبیر په حضور کې ترسره شو.
په دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د اسلامي امارت د بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د کابل مهاجرینو ریاست د نویو بې ځایه شویو ستونزو ته د رسیدنې په اړه د همغږۍ غونډه وکړه

کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس محترم مولوي دین محمد حقبین د کب میاشتې په ۲۵مه نېټه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له استازو سره غونډه  وکړه.
 په دې غونډه کې د پاکستان له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۳۰
Background image

په ننګرهار کې تر سلو زیاتو تازه بېځایه شویو کورنیو سره مرستې وشوې

 ننګرهار ته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشري تللي پلاوي د روانې جګړې له امله د بېځایه شویو ۱۴۰ کورنیو ارزونه کړې او پر هغوی یې د دغه وزارت. . .

بېرته خبرونه ته