کندز کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr
د ACTED او DACAR موسسې له لورې د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ۳۲۵ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه. يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د امام صاحب ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتېرې سې شنبې په ورځ د تلې په ۲مه د ACTED له لورې هرې کورنۍ ته ۱۸۰۰۰ افغانۍ نغدي او د DACAR له لورې هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې مرسته ووېشل شوه.