جوزجان کې نيږدې ۱۰۰ کسانو ته څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

anwari_morr

روانه اونۍ په جوزجان کې له ګاونډیو هېوادونو ۹۹ راستنو شویو کسانو سره نغدي مرسته وشوه.
دغه کسان له وړاندې د موسسو په همغږۍ، د یاد ولایت مهاجرینو ریاست له لوري پېژندل شوي وو، د دغه وزارت د همکارې موسسې له لوري په مختلفو کټګوریو کې ورسره ۵ میلیونه ۳۵۲ زره ۸۰۰ افغانیو  مرسته وشوه.
همدارنګه په کابل کې د یاد وزارت د همکارې موسسې له لوري ۱۵ راستنو شویو کورنیو سره ۱۶۵ زره مرسته وشوه.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت راستنو شویو ته ډاډ ورکوي، چې د هغوی تر څنګ ولاړ او موخه کډوالو ته د مناسبو شرایطو برابرول دي، تر څو په هېواد کې له هیلو ډک ژوند پیل کړي.